نړيواله ټولنه دې په شخړيز كشمير كښې د بشري الميي خبر واخلي٬د كشمير د مسئلې حل كېدو نه غېر په سوئېلي آسيا كښې امن نشي راتللې۔ د خارجه وزير خواجه محمد آصف د آزاد كشمير اولس مشر سره ملاقات كښې خبرې

نړيواله ټولنه دې په شخړيز كشمير كښې د بشري الميي خبر واخلي٬د كشمير د مسئلې حل كېدو نه غېر په سوئېلي آسيا كښې امن نشي راتللې۔ د خارجه وزير خواجه محمد آصف د آزاد كشمير اولس مشر سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ7اگست2017ء) خارجه وزير خواجه محمد آصف د شخړيز كشمير په وضعه اندېښنه ښودلو سره وئېلي دي نړيواله ټولنه دې مقبوضه كشمير كښې د انساني الميي نوټس واخلي٬د كشمير مسئلې تر حل كېدو په سوئېلي آسيا كښې پوخ امن نشي راتللې۔ پاكستان به د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د خپله سفارتي سياسي او اخلاقي مرسته جاري ساتي۔

د كشمير مسئله زمونږ د خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده٬مونږ به د كشميريانو په حقونو هېڅ سودا ونه كړو۔د ګل په ورځ د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان خارجه وزير خواجه محمد آصف سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د مقبوضه كشمير په تازه صورتحال٬په جعلي مقابلو كښې د ځوانانو په شهادت د آزادۍ د مشرانو پھ نيولو په كنټرول لائن د ډزبندۍ د لوظ نامې په خلاف ورزو او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوې۔

د آزاد كشمير اولس مشر خواجه محمد آصف ته د خارجه چارو د وزارت ذمه وارۍ پغاړه اخستو مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې هغه به نړيواله كچه د پاكستان د ګټې تحفظ لپاره بشپړه كردار ترسره كړي۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو او د هند خفيه ادارو د ظلم بازار ګرم كړې۔په مقبوضه كشمير كښې د خلقو كاروبار او املاك تباه كولې شي۔په سكولونو كښې زده كوونكي او عمله زورولې شي۔

په سوشل مېډيا فعاله ځوانان نيولې شي او په جعلي مقابلو كښې شهيدان كولې شي۔د كل جماعتي حريت كنفرنس مشرانو ته په زندانونو كښې تكليفونه رسولې شي۔د خلقو د نه روزګار اخستلې شي۔ ده ووئېل د پرله پسې هړتالونو كرفيو له امله اولس د ژوند ضروريات نه پوره كېږي ۔سردار مسعود خان ووئيل د پاكستان كوم حكومت هم د كشمير په مسئله د اصولي دريځ نه نه دې پشا شوې۔

اوسنې حكومت د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره كوټلي اقدامات كړي ۔ ده ووئېل په ټوله نړۍ كښې د پاكستان سفارتخانې په دې لړ كښې فعاله كردار ترسره كوي۔خارجه وزير نړۍ ته ووئيل د كشمير مسئلې په اړه دې دوه مخېز معيار او د بې حسۍ پالېسي پرېږدي۔اولس مشر مسعود خان د خارجه وزير خواجه محمد آصف لخوا د كشمير په مسئله د جرات وړ دريځ په پخلي كولو او په مقبوضه كشمير كښې د روان تحريك په ملاتړ كولو د ده مننه وكړه۔

خارجه وزير خواجه محمد آصف آصف د مقبوضه كشمير په صورتحال اندېښنه څرګندولو وئېلي دي نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د انساني الميي نوټس واخلي٬د كشمير د مسئلې د حل كېدو نه غېر په سوئېلي آسيا كښې پوخ امن نشي راتللې۔ ده ووئېل پاكستان به د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د دوي سفارتي سياسي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي۔

د كشمير مسئله زمونږ د خارجه پالېسۍ بنيادي ستن ده٬مونږ به د كشميريانو به حقونو هېڅ سودا ونه كړو۔ده ووئيل په كنټرول لائن د ډزبندۍ د لوظ نامې د خلاف ورزۍ په نتيجه كښې به حالات خراب شي۔پاكستان د خپلو پولو د دفاع بشپړه صلاحيت لري۔ده ووئيل مونږ هند سره امناكه اړيكې غواړو٬هند دې د پاكستان د هڅو مثبت ځواب وركړي۔د مقبوضه كشمير څخه دې پوځ اوباسي او د كشميريانو د بشري حقونو دې احترام وكړي۔