حكومت د ګلګت بلتستان د اقتصادي او سماجي پرمختګ پوخ عزم لري۔د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ګلګت بلتستان وزير حافظ حفيظ الرحمان سره ملاقات كښې خبرې

حكومت د ګلګت بلتستان د اقتصادي او سماجي پرمختګ پوخ عزم لري۔د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ګلګت بلتستان وزير حافظ حفيظ الرحمان سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ7اگست2017ء) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت د ګلګت بلتستان د اقتصادي او سماجي پرمختګ پوخ عزم لري او په دې لړ كښې به هر ډول ممكنه مرسته روانه ساتلې شي۔ده دا خبرې د ګلګت بلتستان وزير حافظ حفيظ الرحمان سره د ګل په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د خبرو په مهال وكړې۔وزيراعظم په ګلګت كښې د اېل پي جي ايئر ميكس پلانټ جوړولو باور وركړو د كوم ګټه به چې لس زره صارفينو ته ورسي او د ځنګلو د لرګو په كارولو كښې به كمې راشي۔

وزيراعلٰی وزيراعظم ته په وزيراعظم ټاكلې كېدو مباركي وركړه او د ګلګت بلتستان د دورې كولو بلنه يې وركړه كومه چې وزيراعظم قبوله كړه۔وزيراعلٰی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په ګلګت بلتستان كښې د بېلا بېلو روانو پرمختيائي چارو څخه خبر كړو۔