په ډرګ ريګوليټري اتهارټي كښې به د ګرېډ 17 په خالي چوكو ډېر زر بهرتي وكړی شي۔

د نېشنل هېلتھـ سروسز ريګولېشنز اينډ كوآرډينېشن دوهمې وزيرې سائره افضل تارړغونډې ته وېنا

په ډرګ ريګوليټري اتهارټي كښې به د ګرېډ 17 په خالي چوكو ډېر زر بهرتي وكړی شي۔
د نېشنل هېلتھـ سروسز ريګولېشنز اينډ كوآرډينېشن دوهمې وزيرې سائره افضل تارړغونډې ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) د نېشنل هېلتھـ سروسز ريګولېشنز اينډ كوآرډينېشن دوهمې وزيرې سائره افضل تارړ وئېلي دي چې د پاكستان په ډرګ ريګولېټري اتهارټي كښې به د ګرېډ 17 په ټولو خالي چوكو بهرتي وكړې شي۔ دې د شورو په ورځ د سېنېټ د فنكشنل قائمه كمېټۍ غونډې ته د خطاب په مهال دوهمې وزيرې ووئيل چې په دې لړ كښې به د بهرتو عمل ډېر زر بشپړ كړې شي او د ګرېډ 18 او 19 په خالي چوكو به د عدالتي د امتناعي حكم له امله وروستو بهرتي كولې شي۔

د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې د ډرګ ريګوليټري اتهارټي په پالېسي بورډ كښې حكومت ټولو سټېك هولډرز له مساوي نمائندګي وركړې۔ د اسټېلشمنټ ډويژن اېډېشنل سېكتر غونډې ته ووئيل چې وفاقي حكومت د بلوچستان د روزګار كوټه د دريو فيصدو نه زياتولو سره 6 فيصد كړې۔