مصر د كوئټې په سول روغتون كښې د ترهه ګرۍ د پېښې سخته غندنه وكړه۔

د مصر حكومت او اولس د ترهه ګرۍ د مخ نيوي په هڅو كښې د پاكستان حكومت او اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د مصر خارجه وزارت

مصر د كوئټې په سول روغتون كښې د ترهه ګرۍ د پېښې سخته غندنه وكړه۔
د مصر حكومت او اولس د ترهه ګرۍ د مخ نيوي په هڅو كښې د پاكستان حكومت او اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د مصر خارجه وزارت

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) د مصر د خارجه چارو وزارت وياند د دې عزم څرګندونه كړې چې د مصر حكومت او اولس د ترهه ګرۍ د مخ نيوي په هڅو كښې د پاكستان حكومت او اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د مصر د خارجه چارو وزارت وياند د اګست پھ 8مه نېټه د كوئټې پھ سول روغتون كښې د ترهه ګرۍ د پیښې سخته غندنه كړې په كومه كښې چې لږ تر لږه 70 كسان په حق رسېدلي او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ دوي د ترهه ګرۍ په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كړې او د ژوبل شويو زر روغتيا له ئې دعا كړې۔