بنګله دېش سره اړيكې زياتول غواړو٬ د طارق فاطمي د بنګله دېشن نوي هائي كمشنرطارق احسان سره خبرې

بنګله دېش سره اړيكې زياتول غواړو٬ د طارق فاطمي د بنګله دېشن نوي هائي كمشنرطارق احسان سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د وزیر اعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئيلي دي پاکستان بنګله دېش سره په بېلو څانګو كښې خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دا لا زياتول غواړو۔د نهې په ورځ د بنګله دېشن نوي كمشنر طارق احسان سره د ملاقات په مهال ده د دواړو هېوادونو اړيكو په لار كښې د اوسنيو چلېنجونو په لرې كولو ټېنګار كولو سره وئيلي دي مونږ له به د اپرېل 1974 درې كسيزه لوظنامې له مخې مخ په وړاندې تګ وې۔

ده د لوړې كچې د سياسي پلاويو د تګ راتګ اهميت رامخې ته كولو سره ده په نومبر كال 2014 كهټمنډو كښې د سارك مشرانو غونډې په موقع د دواړو وزيراعظمانو د ملاقات حواله وركړه ۔ده ووئيل دغه ملاقات ډېر ګټور ٶ او دواړو مشرانو ته د دوه اړخيزه اړيكو د موجوده وضعې جاج اخستو او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خبرو اترو موقع ترلاسه شوې وه۔ طارق فاطمي ووئيل د لوړې كچې روابط به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له لاره هواره كړي۔ده دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده وركولو له هائي كشمنر ته د پاكستان حكومت د بشپړه مرستې باور وركړو۔(وا/ض ض/ګ ل/1851)