كوئټھ د چاودنې په نتيجه كښې د پوليس اهلكارو پشمول 5 كسه مړه او 16 ژوبل شول

د چاودنې په نتيجه كښې دوه ګاډي او يوه ركشه تباه شوې٬د ځانمرګآ بريد په اړه څه وئېل به د وخت نه وړاندې خبره وي۔د كوئټې ډي آئي جي

كوئټھ د چاودنې په نتيجه كښې د پوليس اهلكارو پشمول 5 كسه مړه او 16 ژوبل شول
د چاودنې په نتيجه كښې دوه ګاډي او يوه ركشه تباه شوې٬د ځانمرګآ بريد په اړه څه وئېل به د وخت نه وړاندې خبره وي۔د كوئټې ډي آئي جي

كوئټه (پاکستان نیوزپوائنٹ 23جون2017ء) كوئټه كښې د انسپكټر جنرل پوليس دفتر سره نزدې د چاودنې په نتيجه كښې د پوليس اهلكارو پشمول 5 كسه مړه او 16 ژوبل شوي دي ٬په چاودنه كښې دوه ګاډي او يوه ركشه تباه شوې ده ۔د كوئټې پوليس ډي آئي جي عبدالرزاق چيمه خبريالانو ته ووئيل د جمعې په سهار په كوئټه كښې د پوليس آئي جي دفتر سره نزدې په ډيوټۍ موجود پوليس اهلكارو د ګلستان روډ څخه د راتلونكي يو شكمند ګاډي د اودرولو هڅه وكړه خو ګاډې ايسار نشو او په دوهم ځاې پوليس ګاډې اودرولو او چاودنه وشوه۔

ده ووئيل د چاودنې په نتيجه كښې د پوليس اهلكارو پشمول 5 كسه مړه او 16 ژوبل شوي۔ژوبل او مړي په سمدستي توګه سول روغتون او كمبائنډ ملټري روغتون ته منتقل كړي شوي ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې عبدالرزاق چيمه ووئيل دا وئېل د وخت نه وړاندې خبره ده چې چاودنه ځانمرګي وه ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په ښار كښې امنيت هائي ټينګ كړے شوے ؤ او پوليس اهلكارو د خپلو ځانونو په قرباني وركولو لويه پېښه شنډه كړې۔د چاودنې نه وروستو آئي جي ميجر جنرل نديم انجم٬د پاك پوځ اعلٰی چارواكو د چاودنې د ځاې څارنه وكړه او او معلومات يې ترلاسه كړل۔د چاودنې په نتيجه كښې دوه ګاډي او يوه ركشه بشپره تباه شوې ده۔