ډرون بريدونه د پاكستان د سلامتيا په ضد دي٬پھ افغانستان كښې امن لپاره د تفاهم عمل مخ پھ وړاندې بوتللو لپاره د پاكستان او چين كردار مهم دې٬پاكستان لپاره د امريكې پھ بجټ كښې د كمي معامله د امريكې كورنۍ معامله ده٬پاكستان د ټولو ترهه ګرو ډلو په ضد د كوم امتياز نه بغېر عمليات كوي۔د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22جون2017ء) د خارجه دفتر وياند وئېلي دي چې ډرون بريدونه د پاكستان د سلامتيا په ضد دي٬پھ افغانستان كښې امن لپاره د تفاهم عمل مخ پھ وړاندې بوتللو لپاره د پاكستان او چين كردار مهم دې٬پاكستان لپاره د امريكې پھ بجټ كښې د كمي معامله د امريكې كورنۍ معامله ده٬پاكستان د ټولو ترهه ګرو ډلو په ضد د كوم امتياز نه بغېر عمليات كوي۔

د زيارت په ورځ د اونيز پريس بريفنګ پھ مهال د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا ووئيل چې ډرون بريدونه د پاكستان د سلامتيا په ضد دي٬ډرون بريدونه غېرمرستندويه او د پاكستان د خپلواكۍ پھ ضد دي٬د پاكستان او امريكې اړيكو پھ اړه د نړيوالې مېډيا پھ خبرونو د تبصرې كولو نه ډډه كولو سره ده ووئيل پاكستان لپاره د امريكې پھ بجټ كښې د كمي معامله د امريكې كورنۍ معامله ده٬پاكستان امريكې سره اړيكو ته اهميت وركوي او پاكستان د امريكې نوې انتظاميې سره كار كولو ته تيار دې۔

د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې افغانستان سره د دوه اړخيزه اړيكو بهترۍلپاره د پلاو د تبادلې هركلې كوو۔پاكستان د ترهه ګرو ډلو په ضد د امتياز نه بغېر كاروائي كوي٬پاكستان به خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد د كارولو اجازه ورنه كړي۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره پاكستان او چين په شريكه كار كوي۔وياند ووئيل چې بايد نړيوالې ټولنه پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د صورتحال نوټس واخلي۔ده ووئيل چې د كشمير د پخوانۍ مسئلې حل د ملګرو ملتونو ذمه واري ده۔پاكستان تل د دې مسئلې حل لپاره د مينځ ګړتوب هركلې كړی۔