ابتدائي خبروزيراعظم محمد نواز شريف د شوركوټ خانيوال موټروے اېم فور د بنياد تيګه كېښوده٬

65 كلوميټره اوږد دا سېكشن به په شلو مياشتو كښې ترسره شي٬ د دستورې په مهال داطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد٬ د پنجاب ګورنر رفيق رجوانه او په پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ هم موجود وو۔

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د شوركوټ خانيوال موټروے اېم فور د بنياد تيګه كېښوده٬ 65 كلوميټره اوږد دا سېكشن به په شلو مياشتو كښې ترسره شي په كوم به چې 22 اربه روپې لګښت راځي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د خالي په ورځ په شوركوټ كښې د دې سېكشن د بنياد تيګه كېښوده۔ د دستورې په مهال د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد٬ د پنجاب ګورنر رفيق رجوانه او په پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ هم موجود وو۔

په 65 كلوميټره اوږد دې سېكشن كښې به 8 انټر چېنج جوړولې شي او د دې نه به د ګوجره٬ ټوبه ټېك سنګھـ٬ عبدالحكيم او خانيوال آبادي استفاده وكړې شي۔ دې سره به تجارت زيات شي او د ملتان او فېصل آباد په لار به د ټرانسپورټ اخراجات كم شي۔ د دې سېكشن په نتيجه كښې به افغانستان او د مېنځنې آسيا هېوادونو سره تجارت زيات شي۔ د يادونې وړ ده چې د لودهرا شوركوټ 58 كلوميټره سېكشن ټرافيك لپاره پرانستل شوے۔ د خانيوال ملتان په 56 كلوميټره سېكشن كار روان دے۔ حكومت په دې پروژه كښې د څلور نيم اربه روپې بچت كړے۔ د پروژې د بنياد تيګې كېښودو په موقع وزيراعظم ته د انجينئرانو لخوا تفصيلي بريفنګ هم وركړے شو۔