د خېبرپښتونخوا ګورنر د كوئټې چاودنه وغندله

د خېبرپښتونخوا ګورنر د كوئټې چاودنه وغندله

پېښور(پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د كوئټې پھ سول روغتون كښې د بمي چاودنې سخته غندنه كولو سره پھ پیښه كښې په قيمتي ځاني زيان خواشيني ښودلې ده ۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ګورنر ووئيل ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټے دے او د داسې بزدلانه بريدونو د لارې به زمونږ د حكومت٬امنيتي ځواكونو او د قام عزم كمزورې نه شي۔ده ووئيل په دې ظالمانه كاروائۍ كښې ككړ عناصر به د قانون منګولو نه خلاص نه شي۔ګورنر غم جنور كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔او دعا يې وكړه چې لوے څښتن دې پھ حق رسېدليو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ده پھ پېښه كښې ژوبل شويو زر روغتيا له هم دعا وكړه۔