د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به منطقي انجام ته رسوو۔انجينئر امير مقام

د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به منطقي انجام ته رسوو۔انجينئر امير مقام

پېښور(پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د وزيراعظم سلاحكار انجينئر امير مقام د كوئټې په سول روغتون كښې د بمي چاودنې په نتيجه كښې په ځاني زيان خواشيني ښودلو سره وئېلي دي د ترهه ګرۍ د دې ډول بزدلانه كاروائيو په نتيجه كښې به زمونږ حوصلې كمزورې نه شي او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به منطقي انجام ته رسولې شي ۔ده په چاودنه كښې د آج ټي وي كيمره مين شهزاد خان په مړينه خواشيني وښودله او وې وئېل د صحافت په اړه به د هغه خذمات ياد ساتلې شي۔ده ووئيل د شهيدانو د كورنيو پھ غم كښې برابر شريك يو۔امير مقام د شهيدانو لوړو درجو او ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔