اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29مارچ2017ء) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي پاکستان بحرېن خپل نزدې ملګري او باوري شراكت دار ګڼي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريكې اړيكې د مشتركه تاريخ٬ كلتوري او اولسي رابطو عكاسي كوي۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د بحرېن د صنعت ٬ تجارت او سېلګرۍ لپاره وزير زېد آر الزياني سره په ملاقات كښې وكړې چا چې خپل پلاوي سره ده سره ملاقات وكړو۔
د بحرېن په پلاوي كښې شېخ حمد بن سلمان الخلیفه بدر فرید ٬ عبدالرحمن عیسیٰ السعد ٬ سید هشان الوائی سلمان الساکن او د بحرېن نور چارواكي شامل وو۔ وزیراعظم د پاكستان بحرېن د كاروباري موقعو په دوېم كنفرنس كښې د بحرېن د فعاله شركت ستائنه كولو سره د بحرېن پلاوي ته پاكستان كښې د تجارتي او سېلګرۍ په څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعې لټولو بلنه وركړه۔
ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اقتصادي مېدان كښې مرستې سره به د ورورولۍ اړيكې لا قوي شي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل بحرېن كښې پاكستانۍ ټولنه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د انساني پل كردار لوبوي او د دواړو هېوادونو په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كوي ۔ وزیراعظم د باچا حمد بن عیسیٰ الخلیفه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔
د بحرین د تجارت وزير د باچا حمد بن عیسیٰ الخلیفه لخوا وزیراعظم لپاره د نېكو هيلو پېغام رسولو سره ووئيل چې ھغه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي رابطو ته پراختيا وركولو له خاص مېنډيټ سره راغلے دے۔ ھغه د پاکستان سفیر په حېث د جاوېد ملك د كردار ستائنه كولو سره د اقتصادي سفارتكارۍ په اړه د ھغه د مثبت كردار ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د خزانې وزیر اسحاق ډار ‘ د تجارت وزیر خرم دستګیر خان ٬ بحرېن كښې د پاکستان سفیر جاوېد ملك او نور سينئر چارواكي موجود وو۔