د شمالي وزيرستان په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو د بېرته تګ لړۍ روانه ده۔ 59 زره 292 كورنۍ خپلو سيمو ته ورسېدې

د شمالي وزيرستان په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو د بېرته تګ لړۍ  روانه ده۔ 59  زره 292  كورنۍ خپلو سيمو ته ورسېدې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29مارچ2017ء) د آپرېشن ضرب عضب په نتيجه كښې د شمالي وزيرستان په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو د بېرته تګ لړۍ روانه ده او تر دې دمه 59 زره 292 كورنۍ بېرته خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ بېرته تلونكو كورنيو ته 25 زره روپۍ كېش او د ټرانسپورټ په مد كښې 10 زره روپۍ وركولې شي۔ د فاټا ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي ترمخه د ترهه ګرۍ په ضد د آپرېشن ضرب عضب په نتيجه كښې د شمالي وزيرستان په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو د بېرته تګ لړۍ روانه ده او تر دې دمه 59 زره 292 كورنۍ بېرته خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔

بېرته تلونكو كورنيو ته د موبائل فون سم د لارې د كېشن ګرانټ په مد كښې 25 زره روپۍ او د ټرانسپورټ په مد كښې 10 زره روپۍ وركولې شي۔ د چارواكو ترمخه بې كوره كسانو ته د 6 مياشتو وېړيا راشن او خېمې وركولې شي۔ بلخوا دې كورنيو د خپلو كورونوو بيا رغونې كار پېل كړې۔