حكومت د كوچنيانو صحت او تندرستۍ ته خاص پاملرنه كوي۔ وړو كوچنيانو لپاره د مور د پيو ضرورت او اهميت په ډاګه كولو ته اړتيا ده۔ حكومت د برېسټ فيډنګ په لړ كښې په آرډيننس كار كوي۔

د دوهم وزيرې سائره افضل تارړ د ګلوبل برېسټ فيډنګ ويك 2016ء په اړه راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب

حكومت د كوچنيانو صحت او تندرستۍ ته خاص پاملرنه كوي۔ وړو كوچنيانو لپاره د مور د پيو ضرورت او اهميت په ډاګه كولو ته اړتيا ده۔ حكومت د برېسټ فيډنګ په لړ كښې په آرډيننس كار كوي۔ 
د دوهم وزيرې سائره افضل تارړ د ګلوبل برېسټ فيډنګ ويك 2016ء په اړه راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د نېشنل هېلتھ سروسز ، ریګولېشنر اېنډ کوآرډینېشن دوهم وزيرې سائرہ افضل تارړ وئيلي دي حكومت د كوچنيانو صحت او تندرستۍ ته خاص پاملرنه كوي۔ په دې لړكښې وړو كوچنيانو لپاره د مور د پيو ضرورت او اهميت په ډاګه كولو ته اړتيا ده۔ حكومت د برېسټ فيډنګ په لړ كښې په آرډيننس كار كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوهم وزيرې د ګلوبل برېسټ فيډنګ ويك 2016ء په اړه راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔

دې ووئيل د نوې پېدا شوې كوچنيانو ژوند او ودې او خوراك لپاره د مور پۍ زيات ضروري وي او مياندې بايد تر 6 مياشتو بچو ته پۍ وركړي۔ دې سره سره بايد دوئي ته بشپړ خوراك هم وركړے شي۔ په اسلامي رواياتو كښې كوچنيانو ته تر دوه كلونو د پيو وركولو هدايات وركړې شوي دي۔ دې ووئيل ټوله نړۍ كښې د شوې څېړنې څخه ثابت شوې چې د مور پيو كښې بچو لپاره ډېر فائدې دي له دې كبله د صحت نړيوالې ادارې او په لانسټ سيريز كښې د برېسټ فيډنګ په حاجت زيات زور راوړلے شوے۔

دې ووئيل د پاكستان حكومت هم هغه اهداف ترسره كولو له هڅې كوي كوم چې د صحت نړيوالې ادارې د برېسټ فيډنګ په اړه دي۔ دوهم وزيرې خپل خطاب كښې په سول سوسائټۍ ٬ ميډيا او هېلتھ كيئر كميونټي زور راوړو چې هغوي پاكستان كښې كوچنيانو ته پۍ وركولو پلو د مياندو پام ګرځولو كښې د حكومت مرسته وكړي۔ په دې لړ كښې به حكومت هم د برېسټ ملك په متبادله تګلاره او برېسټ فيډنګ آرډيننس كار كوي۔ سائرہ افضل تارړ د برېسټ فيډنګ اصولو او تګلار تيارولو له د يونيسيف او د ملګرو ملتونو نورو ادارو كردار وستائلو۔ دې كوچنيانو ته پۍ وركولو پلو د مياندو پام ګرځولو له د لېډي هېلتھ وركرز كردار هم ستائنه وكړه۔