ټرمپ به ناټو سره مرسته روانه ساتي۔ د برتانيې وزيراعظمه

ټرمپ به ناټو سره مرسته روانه ساتي۔ د برتانيې وزيراعظمه

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) د برتانيې وزيراعظم تهريسامې وئيلي دي چې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ به ناټو سره مرسته روانه ساتي۔ د المانې مېډيا له مخې تېره ورځ په سپينه ماڼې كښې د امريكې اولس مشر ټرمپ سره د ملاقات كولو نه پس د برتانيې وزيراعظمې ووئيل چې ټرمپ به ناټو سره بشپړه مرسته كوي۔ هغې ووئيل چې دواړو مشرانو د دې عزم څرګندونه كړې چې امريكا او برتانيه دواړه به په راتلونكي كښې هم دا عسكري اتحاد كاميابه كوي۔ د اولس مشر جوړېدو نه پس ټرمپ سره دا د كوم هېواد د مشرې وړومبې ملاقات و۔ ﴿م ع/ م ع 1720﴾