په ختيز افغانستان كښې د امريكې د جاسوسي الوتكې په بريد كښې 10 جنګيالي وژل شوي٬ افغان ځواكونو د مولوي صادق پشمول د لسو جنګيالو وژلو ادعا كړې

په ختيز افغانستان كښې د امريكې د جاسوسي الوتكې په بريد كښې 10 جنګيالي وژل شوي٬ افغان ځواكونو د مولوي صادق پشمول د لسو جنګيالو وژلو ادعا كړې

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) په ختيز افغانستان كښې د امريكې د جاسوسي الوتكې په بريد كښې 10 جنګيالي وژل شوي دي او افغان ځواكونو په زابل ولايت كښې د عملياتو په مهال د طالبانو د عسكري كميسون مشر مولوي صادق پشمول د لسو جنګيالو وژلو ادعا كړې۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د ننګرهار ولايت د پوليسو لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې تېره ورځ په آچين ولسوالې كښې د امريكې جاسوسي الوتكې يوه شكمنه اډه په نښه كړې او په نتيجه كښې ئې 10 جنګيالي وژل شوي دي۔

په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په بريد كښې ځائي كمانډر قاضي شاهد هم وژل شوے خو د طالبانو لخوا په دې اړه كوم بيان نه دې راغلې۔ له بلې خوا افغان ځواكونو ادعا كړې چې په زابل ولايت كښې د عملياتو په مهال د طالبانو د عسكري كميسون مشري مولوي صادق پشمول 10 جنګيالي وژل شوي دي۔ دا عمليات په ارغنداب ولسوالې كښې شوي دي۔ د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې د دې خبرې تصديق شوے۔ ﴿م ع/ م ع 1720﴾