په امريكا كښې د ډزو په بېلا بېلو پېښو 64 كسان وژل شوي دي۔

په امريكا كښې د ډزو په بېلا بېلو پېښو 64 كسان وژل شوي دي۔

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 26دسمبر2016ء) په امريكا كښې د ډزو په بېلا بېلو پېښو 64 كسان وژل شوي دي۔ د اېراني ټي وي راپور له مخې د ډزو پېښې درج كووني امريكائي مركز له مخې د تېرو 48 ساعتونو په مهال په امريكا كښې د ډزو 155 پېښې ريكارډ كړې شوې دي۔ په دې پېښو كښې لږ تر لږه 64 كسان مړه او 110 ژوبل شوي دي۔ د ډزو تر ټولو زياتې پېښې په ايلي نوائے ايالت كښې رامېنځ ته شوې دي۔ د دغسې په ټېكساس٬ لوئزيانا٬ نيويارك٬ يوټا٬ ورجينيا او روډ آئي لېنډ كښې هم د ډزې ګڼ شمېر پېښې رامېنځ ته شوې دي۔ د امريكائي مركز له مخې د كال 2016م د پېل نه تر 24م دسمبر په هېواد كښې د ډزو 56 زره 525 پېښې رامېنځ ته شوې دي او په نتيجه كښې ئې 14624 كسان مړه او 29893 ژوبل شوي دي۔ (م ع/ګ ل/1839)