كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 26دسمبر2016ء) افغانستان كښې سږ كال نښتو كښې د امنيتي اهلكارو پشمول 30 زره كسان وژلې شوي دي ۔د افغانستان دفاع وزارت او د كورنيو چارو وزارت له مخې په ټول هېواد كښې د افغان پوليس او دفاعي ځواكونو لخوا په عملياتو كښې 18 زره 500 مقاؤمت كوونكي مړه او 12 زره نه زيات ژوبل شوي دي۔د دفاع وزارت مرستيال وياند امريكائي مېډيا ته وئېلي دي د عملياتو په مهال د سلګونو په شمېر مقاؤمت كوونكي نيولې شوي هم دي۔د افغانستان د بيا رغونې په اړه د ځانګړي انسپكټر جنرل راپور له مخې د كال 2016م د وړومبنو اتو مياشتو په مهال په بېلا بېلو عملياتو كښې د 5500 نه زيات افغان عسكر وژلې شوي او لس زره ژوبل شوي هم دي۔(م ع/ض ض/وس/1547)
افغانستان كښې سږ كال د امنيتي اهلكارو پشمول 30 زره كسان وژلې شوي
7 کال لومړی