په عراق كښې د واده په دستوره كښې په ځانمرګي بريد كښې 17 كسان مړه شوي دي

په عراق كښې د واده په دستوره كښې په ځانمرګي بريد كښې 17 كسان مړه شوي دي

فلوجه (پاکستان نیوز پوائنٹ 18نومبر2016ء) په عراق كښې د واده په دستوره كښې په ځانمرګي بريد كښې 17 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د مېډيا له مخې د دې بريد ذمه واري داعش ډلې قبوله كړې۔ په فلوجه كښې دا دويم بريد دے چې داعش ئې پړه پغاړه اخلي۔ د دې څخه وړاندې د فلوجه په شمالي لوېديزه سيمه كښې په دوه ځانمرګي بريدونو كښې 6 كسان مړه شوي وو۔ د عراق پوځ سږ كال د جون په مياشت كښې فلوجه په بشپړه توګه د داعش نه د ازادولو اعلان كړے و.