په موزمبيق كښې د تېلو په ټرك كښې په چاودنه كښې 73 كسان مړه شوي دي

په موزمبيق كښې د تېلو په ټرك كښې په چاودنه كښې 73 كسان مړه شوي دي

مابوتو (پاکستان نیوز پوائنٹ 18نومبر2016ء) په موزمبيق كښې د تېلو په ټرك كښې په چاودنه كښې 73 كسان مړه او د 100 نه زيات ژوبل شوي دي۔ د مېډيا راپورونو له مخې په ژوبل شويو كسانو كښې هم د يو شمېر حالت نازك ښودلې شوے۔ په يو سركاري بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې خلقو د ملاوي پولې سره نزدې د چپه شوي ټرك نه د تېلو ايستلو هڅه كوله۔ د موزمبيق حكومت د پېښې د پلټونو كولو حكم كړے۔ موزمبيق د نړې په غريبو هېوادونو كښې شمېرلې شي٬ د دې هېواد نيمه ابادي د غربت د ليكې نه ټيټ ژوند تېروي۔