د يمني حوثي ياغيانو لخوا د سعودي پھ اسير صوبه د ميزائل بريد٬ 14 وګړي ژوبل

د يمني حوثي ياغيانو لخوا د سعودي پھ اسير صوبه د ميزائل بريد٬ 14 وګړي ژوبل

جده(پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) د يمن حوثي ياغيانو د سعودي په اسير صوبه كښې د ميزائل بريد له امله 14 وګړي ژوبل شوي دي۔ د مېډيا راپورونو له مخې د سعودي د شهري دفاع وياند وئيلي دي چې د سعودي په دهران ښار كښې د ميزائل په بريد كښې په ژوبل شويو كښې 13 سعودي وګړي او يو بنګله دېشي وګړې شامل دے كوم چې نزدې روغتونونو ته رسول شوي۔ وياند كرنل محمد العصيمي ووئيل چې د بريد له امله 3 كورونه هم تباه شوي دي۔ د يادونې وړ ده چې سعودي عرب د خپلو اتحادي هېوادونو مشري كولو سره د صدر عبدرابو منصور حادي بحالۍ لپاره هڅې كوي كوم چې حوثي ياغيانو تېر كال معزول كړے و۔