په جكارته كښې د پاكستانې سفارتخانې تر سيوري لاندې سېمينار٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړې شوې

په جكارته كښې د پاكستانې سفارتخانې تر سيوري لاندې سېمينار٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړې شوې

جكارته(پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) د انډونېزيا په پايه تخت جكارته كښې د پاكستانې سفارتخانې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كولو لپاره سېمينار وكړو۔ سېمينار د اسلامك اينډ مډل ايسټ ريسرچ سنټر په مرسته وكړې شو۔ دا سېمينار يونيورسټي آف انډونېزيا كښې تېره ورځ وشو چې پكښې د پوهنتون استاذانو٬زده كونكو او د ابلاغ نمائندګانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔

په سېمينار كښې د پاكستان سفير محمد عاقل نديم٬ د آئي اېم اي آر سي چيئرمېن هندرا او وائس چيئرمېن خليل وېنا وكړه۔ پاكستاني سفير په خپل خطاب كښې د ملګرو ملتونو د قراردادونو ذكر كولو سره د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغوي دې د مقبوضه كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد وكړي۔ ده په سېمينار كښې ګډون كونكي د كشمير مسئلې په اړه خبر كړل۔ د آئي اېم اي آر سي چيئرمېن په خپل خطاب كښې د انډونېزيا په وګړو زور راوړو چې هغوي دې د مقبوضه كشمير اولس د خپلواكې د حق په هلو ځلو كښې د دوي ملاتړ وكړو۔