د سعودي پوځ په جنوبي پوله د يمن حوثيانو بريد شنډ كړو٬ 15 حوثيان وژلې شول

د سعودي پوځ په جنوبي پوله د يمن حوثيانو بريد شنډ كړو٬ 15 حوثيان وژلې شول

رياض (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د سعودي عربستان په جنوبي پوله د يمن حوثيانو بريد شنډ كړے شوے ۔د زيارت په ورځ د سعودي مېډيا راپور له مخې حوثي ياغيانو باه نومې سيمه په نښه كوله خو د سعودي پوځ سمدستي ځوابي كاروائي وكړه او بريد كونكي 15 حوثيان ياغيان ئې وژل او دغسې د سعودي پيراشوټ برېګېډ 4 حوثي ياغيان ژوندي نيولي۔د سعودي پوځي ذريعو مېډيا ته ووئيل د سعودي پوځ د اپاچي چورلكو په مرسته بريد كونكي په شا تنبولي٬دغسې ګڼ ياغيانو خپله وسله پرېښودې او پښو ويستلو كښې بريالې شوي دي.