په مقبوضه کشمیر كښې هندي عسكرو په بارهموله كښې يو كشميرے شهيد كړو

په مقبوضه کشمیر كښې هندي عسكرو په بارهموله كښې يو كشميرے  شهيد كړو

سرینګر (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) په مقبوضه کشمیر كښې هندي عسكرو د ترهه ګرۍ په نويو پېښو كښې په بارهموله سيمه كښې يو بل كشميرې زلمے شهيد كړې دې۔د كشمير ميډيا سروس له مخې د زيارت په ورځ د بارهموله ضلعې د اوړي په رام پور سيمه كښې د محاصرې او لټون عملياتو په مهال يو ځوان شهيد كړې۔ بلخوا د زيارت په ورځ د كرفيو په 126مه ورځ هم په مقبوضه وادۍ كښې هړتال ٶ چې له مخې ئې د ژوند معمولات ځپلي ۔ګوډاګي انتظاميې په سرينګر او نورو لويو ښارونو كښې د خپلواكۍ حق او د هند په ضد د مظاهرو مخنيوي له په لويه كچه امنيتي ځواكونه په ځائ كړې دي.