32 كاله وړاندې تښتول شوې د ارجنټائن مېرمن وموندل شوه

32 كاله وړاندې تښتول شوې د ارجنټائن مېرمن وموندل شوه

بيونس آئرس (پاکستان پوائنٹ نیوز27دسمبر 2018ء) د ارجنټائن يوه مېرمن كومه چې 32 كاله وړاندې تښتول شوې وه٬ په بوليويا كښې موندل شوې۔ دا مېرمن د دواړو هېوادونو لخوا د شريكو پلټنو نه پس موندل شوې۔ د ارجنټائن پوليسو له مخې دې مېرمنې عمر اوس 45 كاله دے كومه چې د 13 كلونو په عمر كښې انساني قاچاقبرو تښتولې وه۔ د بوليويا چارواكي د ارجنټائن په خواست د تېرو څو مياشتو نه د دې مېرمنې په لټون وو۔ دا مېرمن سره د خپل زوي په ارجنټائن كښې خپلې كورنۍ ته رسول شوې ده۔