امريكې په افغانستان كښې د اېران د مثبت كردار اعتراف كړے

امريكې په افغانستان كښې د اېران د مثبت كردار اعتراف كړے

واشنګټن (پاکستان پوائنٹ نیوز27دسمبر 2018ء) د امريكې پېنټاګون محكمې په افغانستان كښې د امن په اړه د اېران د مثبت كردار اعتراف كړے۔ د اېراني ټي وي له مخې په داسې حال كښې چې د امريكائي حكومت لخوا په اېران تورونه لګول كېږي٬ د امريكې د دفاع محكمې پېنټاګون اعتراف كړے چې تهران په افغانستان كښې قوي حكومت غواړي۔ پېنټاګون په افغانستان كښې د نورو هېوادونو د مداخلې په اړه د كانګرېس په نوم د كال 2018م په راپور كښې وئيلي دي چې په افغانستان كښې د امريكې او د ناټو د مداخلې خاتمه٬ د پولو تحفظ او داعش له مېنځه وړل د اېران تر ټولو مهم اهداف دي۔

په دې راپور كښې وئيلي شوي دي چې د اېران مقصد افغان دولت سره مرسته كول او د طالبانو د خطر مقابله كول دي۔ په راپور كښې اعتراف شوے دے چې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو كښې اولس اېران سره د كلتوري او تهذيبي اړيكو هركلې كوي۔