د سوډان اسرائيل ته د فضائي حدونو كارولو اجازې وركولو ترديد

د سوډان اسرائيل ته د فضائي حدونو كارولو اجازې وركولو ترديد

خرطوم (پاکستان پوائنٹ نیوز12دسمبر 2018ء) د سوډان حكومت وئيلي دي چې مونږ اسرائيل ته د خپلو فضائي حدونو كارولو اجازه وركړې نه ده۔ په دې اړه د ابلاغ ذريعو خبرونه بې بنسټه دي۔ د العربيه ټي وي ترمخه د سوډان سول اېوي اېشن اتھارټي وياند عبد الحافظ عبد الرحيم يو خبري بيان كښې وئيلي دي چې د اسرائيل كومه الوتكه د سوډان فضائي حدونو څخه تېره شوې نه ده او نه كومه الوتكه د سوډاني خارجه وزارت او سول ايوي اېشن اتھارټي اجازې نه غېر تېرېدې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېره ورځ اسرائيلي وزيراعظم بېنجمن نيتن ياهو وئيلي وو چې زمونږ هوائي الوتكې اوس د سوډان فضائي حدونو څخه تېرېدو سره امريكا ته تلې شي۔