اولس مشر ډاكټر عارف علوي په مدينه منوره كښې د رسول پاك(ص)د روضې زيارت وكړو

اولس مشر ډاكټر عارف علوي په مدينه منوره كښې د رسول پاك(ص)د روضې زيارت وكړو

مدينه منوره (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) اولس مشر ډاكټر عارف علوي پھ مدينه منوره كښې د رسول پاك(ص)د روضې زيارت كړی او هلته يې د ماسپښين لمونځ ادا كړې۔اولس مشر په رياض الجنه كښې هم نفلونه وكړل او د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ او يو والي لپاره ئې دعاګانې وكړی۔ دغسې اولس مشر د مسلمانانو سلامتيا او مسئلو حل لپاره هم دعا وكړه۔د دې څخه وروستو اولس مشر جنت البقيع ته لاړو۔په مسجد نبوي(ص)كښې ګڼ شمېر پاكستانيانو د اولس مشر په ليدلو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه او د پاكستان نعرې ئې اووهلې۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي هغوي له په لاس پورته كولو ځواب وركړو۔