بغداد (پاکستان نیوز پوائنٹ 18اکتوبر2016ء) په عراق كښې په ځانمرګي بمي چاودنه كښې 10 امنيتي اهلكار مړه او 25 ژوبل شوي دي۔ د عراقي پوليس چارواكو له مخې دا پېښه د پلازمينه بغداد په سوئيلي سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د چاودېدونكو توكو نه ډك يو ګاډې د امنيتي اهلكارو كاروان سره وجنګول شو۔ په بريد كښې ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي۔ د روغتون ذريعو له مخې د يو شمېر ژوبل شويو كسانو حالت اندېښمن دے۔
په عراق كښې په ځانمرګي بمي چاودنه كښې 10 امنيتي اهلكار مړه او 25 ژوبل شوي
8 کال لومړی