د افغانستان په بغلان ولايت كښې په عملياتو كښې 8 وسله وال مړه شوي٬

په كابل كښې په مقناطيسي بمي چاودنه كښې يو چارواكې ژوبل شوے٬ په ارزګان ولايت كښې مخور قبائيلي لارښود وسله والو ووژلو

د افغانستان په بغلان ولايت كښې په عملياتو كښې 8 وسله وال مړه شوي٬
په كابل كښې په مقناطيسي بمي چاودنه كښې يو چارواكې ژوبل شوے٬ په ارزګان ولايت كښې مخور قبائيلي لارښود وسله والو ووژلو

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 18اکتوبر2016ء) د افغانستان په بغلان ولايت كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 8 وسله وال مړه شوي٬ په كابل كښې په مقناطيسي بمي چاودنه كښې يو چارواكې ژوبل شوے او په ارزګان ولايت كښې مخور قبائيلي لارښود وسله والو وژلې دے۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې افغان ځواكونو د بغلان ولايت په شمالي پل خمري سيمه كښې د وسله والو په ضد تازه عمليات پېل كړي دي۔

د چارواكو له مخې په دې عملياتو كښې تراوسه 8 وسله وال مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ په پلازمينه كابل كښې د مقناطيسي بم په چاودنه كښې يو افسر ژوبل شوے۔ بم د مقناطين په مرسته په ګاډې پورې نښلول شوے و۔ تراوسه كومې ډلې د دې پېښې پړه پغاړه نه ده اخيستې۔ د افغانستان په مېنځني اروزګان ولايت كښې يو مخور قبائيلي لارښود عمر محمد چې د حاجي لالك په نوم مشهور و٬ وسله والو وژلې دے۔ كه هر څو هغه حكومتي چارواكې نه و خو په سيمه كښې قبائيلي جرګو لپاره مشهور و۔ تر اوسه كومې ډلې د ده د وژلو ذمه واري نه ده قبوله كړې۔