په نړيواله كچه د جوهري وسلې كمولو لپاره د غېر امتيازي سلوك ضرورت دے٬

د ځينې لويو طاقتونو لخوا د جوهري وسلو كمولو لپاره په پخوانيو قوانينو او ضابطو كښې استثنٰي سره سيمه ايز ستراتېژيكي توازن متاثر كېږي۔ په جنېوا كښې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې تهمينه جنجوعه د عمومي اسمبلۍ د وسلې كمولو او د نړيوالې سلامتيا كمېټې غونډې ته وېنا

ملګري ملتونه (پاکستان نیوز پوائنٹ 15اکتوبر2016ء) په جنېوا كښې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې تهمينه جنجوعه وئيلي دي چې په نړيواله كچه د جوهري وسلې كمولو لپاره د غېر امتيازي سلوك ضرورت دے٬ د ځينې لويو طاقتونو لخوا د جوهري وسلو كمولو لپاره په پخوانيو قوانينو او ضابطو كښې استثنٰي سره سيمه ايز ستراتېژيكي توازن متاثر كېږي۔ هغې دا خبرې د عمومي اسمبلۍ د وسلې كمولو او د نړيوالې سلامتيا كمېټې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔

د هغې اشاره د هند او امريكې ترمېنځه د جوهري تړون په پلو وه كوم چې امريكې د جوهري وسلې كمولو لپاره يو شمېر پخواني قوانين او ضابطې نظر انداز كولو سره هند سره كړے۔ پاكستانې استازې ووئيل چې د خاص انتظاماتو په نوم د جوهري وسلې كمولو لپاره په پخوانيو قوانينو او ضابطو كښې اسېثنٰي وركولو سره د دوه مخي معيار عكاسي كېږي۔ دې سره نه يوازې په استفاده كوونكي هېواد كښې جوهري وسله زياتېږي بلكې ورسره سيمه ايزه ستراتېژيكي سلامتيا هم خطر سره مخ كېږي۔ هغې ووئيل چې جوهري وسله لرونكي زياتره هېوادونه د جوهري وسلې كمولو لپاره د جامع تړون په لړ كښې د مذاكراتو پېل كولو مخالف دي۔ هغې ووئيل چې په نړيواله كچه د جوهري وسلې كمولو لپاره د غېر امتيازي سلوك ضرورت دے.