د جارحيت په صورت كښې به د هېواد د سلامتيا په هر قيمت دفاع كوو٬

پاكستان امن خوښونكې هېواد دے او ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي٬ په مقبوضه كشمير كښې د هند جبر نه د دروغو د قيصو او پېښو د لارې نړيوال پام نه شي اړول كېدے۔ د اېډمرل ذكا الله د پاكستان په ملټري اكېډمې كاكول كښې پاس آوټ شويو كېډټانو ته وېنا

كاكول (پاکستان نیوز پوائنٹ 15اکتوبر2016ء) د پاكستان د سمندري پوځ مشر اېډمرل ذكا الله وئيلي دي چې د جارحيت په صورت كښې به د هېواد د سلامتيا په هر قيمت دفاع كوو٬ پاكستان امن خوښونكې هېواد دے او ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي٬ په مقبوضه كشمير كښې د هند جبر نه د دروغو د قيصو او پېښو د لارې نړيوال پام نه شي اړول كېدے٬ مونږ به پوره په طاقت سره د هېواد د پولو دفاع كوو۔

ده دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان په ملټري اكېډمې كاكول كښې پاس آوټ شويو كېډټانو ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې كېډټانو كښې سعودي او لېبيا سره تعلق لرونكي 26 كېډټان شامل وو۔ اېډمرل ذكا الله په دې موقع غوره كاركردګي كوونكو كېډټانو ته اعزازات هم وركړل۔ ده په خپله وېنا كښې ووئيل چې په كړكېچن صورتحال كښې پاس آؤټ شوي كېډټان لويه ذمه واري لري۔

ده پاس آوټ شويو كېډټانو ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د پاك پوځ په دې پياوړې دستوره كښې ګډون كول ده لپاره د خوشحالې خبره ده۔ دا دستوره د پاك پوځ د پياوړو رواياتو عكاسي كوي۔ ده ووئيل چې د پاكستان وسله وال پوځ د نړۍ په غوره پوځونو كښې شمېرل كېږي۔ د پاكستان تاريخ د اميتي ځواكونو د كاركردګې نه ډك پروت دے۔ ده ووئيل چې وسله وال ځواكونه د چېنلجونو په ښه ډول د مقابلې كولو بشپړ صلاحيت لري۔

ده ووئيل چې ضرب غصب عمليات د ترسره كېدو په وروستي پړاؤ كښې دي۔ د هېواد څخه د ترهګرې او انتهاخوښې خاتمه زمونږ عزم دے۔ نېشنل اېكشن پلان د قوم د عزم څرګندونه ده۔ ده هيله څرګنده كړه چې پاس اوټ شوي كېډټان به معيار په ځائ وساتي۔ د دوست هېوادونو د كېډټانو ګډون مونږ لپاره د خوشحالې خبره ده.