وزیراعظم محمد نواز شریف او د ايران اولس مشر حسن روحاني ملاقات ٬

په دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايزه وضعه خبرې اتريوزیراعظم د ایران اولس مشر مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړيو د هندي ظلمونو نه خبر كړو

وزیراعظم محمد نواز شریف او د ايران اولس مشر حسن روحاني ملاقات ٬ 
په دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايزه وضعه خبرې اتريوزیراعظم د ایران اولس مشر مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړيو د هندي ظلمونو نه خبر كړو

نیویارك (پاکستان نیوز پوائنٹ 22ستمبر 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف او د ايران اولس مشر حسن روحاني ترمېنځه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايزه وضعه خبرې اترې شوې دي۔ په دې موقع وزیراعظم د ایران اولس مشر مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړيو د هندي ظلمونو نه خبر كړې دې ۔ دواړو مشرانو د پاكستان او ايران ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې۔

دوي د پاك ايران ګاز پائپ لائن منصوبې په پېشرفت هم د اطمينان څرګندونې سره وئيلي دي ګوادر او چاه بهار بندر ځايونه به منطقه كښې تجارت ته د ودې په لړ كښې مرستياله كردار ولوبوي۔ دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق كړو چې د سوريې مسئلې سوله ايز حل له نړيوالې هڅې روانې ساتل پكار دي۔ حسن روحاني ووئيل د پاکستان او ایران امنيت يو بل سره تړلې دے او ايران د پاكستان پرمختګ خپل پرمختګ ګڼِي۔

ده ووئيل په دفاعي څانګه كښې دواړو هېوادونو له مرسته زياتول پكار دي ٬ پاکستان او د ایرانې اولس زړونه يو بل سره درځيږي۔ ده اقتصادي لارې له د وزیراعظم نواز شریف د وژن ستائنه كولو سره ووئيل ايران هم لارې سره ټرون غواړي او د دواړو هېوادونو سباٶن روښانه دے۔ ده وزیراعظم نواز شریف ته د ایران دورې بلنه هم وركړه ۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل په ایران د معاشي بنديزونو لرې كېدو نه پس پاکستان ايران سره دوه اړخيزه تجارتي حجم دوه چنده كول غواړي ۔

ده ووئيل ایران پاکستان ګاز پائپ لائن او د توان نورو منصوبو له به فوكل پرسن ټاكلې شي۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل زه د كال 1967 څخه د ايران دوره كوم او د ايران او تهران اولس سره مينه لرم۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي او معاشي مرستي په لاره كښې رامخې ته شوې خنډان لري كولو ته اړتيا ده ۔ وزیراعظم د اولس مشر په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه وګړيو د ظلم نه خبر كړو۔ ده ووئيل كشميري اولس د هند د رياستي ترهه ګرۍ سره مخ دے۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د اسلامي نړۍ تر مېنځه د اتحاد او يوالي په ضرورت هم ټينګار وركړو۔