وزیراعظم محمد نواز شریف بان كي مون سره وليدل۔

وزیراعظم د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته مقبوضه كشمېر كښې د هند لخوا د بې ګناه كشميريانو د وژنو ثبوتونه وركړه او د رياستي ظلمونو او د بربريت ښكار بې ګناه وګړيو عكسونه ئې هم بان كي مون ته وښودل بان کي مون نړۍ كښې امن او استحكام له د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه عمومي سېكتر ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مهم او فعاله كردار هم ستائنه وكړه

نیویارك (پاکستان نیوز پوائنٹ 22ستمبر 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان کي مون سره په نيويارك كښې لېدلې دي ۔د ملاقات په مهال وزيراعطم د كشمير مسئله پورته كړې او بان كي مون ته ئې د هند لخوا د بې ګناه كشميريانو د وژلو ثبوتونه وركړې او د رياستي ظلمونو او د بربريت ښكار بې ګناه وګړيو عكسونه ئې هم ښودلي دي ۔ په دې موقع بان کي مون د قابض هندي پوځ لخوا د پېلټ ګنز كارولو او د ظلم او بربريت عكسونه په كتلو افسوس وكړو ۔

وزیراعظم د مقبوضه کشمیر په وضعه د بان كي مون د بيان مننه وكړه۔ وزیراعظم په تېرو 74 ورځو كښې په مقبوضه كشمير كښې د لسو كسانو د شهادت او په ھغٶي د پېلټ ګنز كارولو نه هم بان كي مون خبر كړو د كوم په سوب چې په سلګونو خلق نابينا شوې ۔ وزیراعظم د هندي ځواكونو لخوا د ظلم او بربريت په مهال د زرګونو كسانو د ژوبل كېدو نه هم عمومي سېكتر خبر كړو او هغه ته ئې ووئيل د پېلټ ګنز كارولو په سوب ماشومان او مېرمنې نابينا شوې دي ۔

وزیراعظم بان كي مون مقبوضه سيمه كښې د پرله پسې كرفيو ٬ د كشمري مشرانو نيولو ٬ د ژوبل شويو درملنې نه انكار او په خاص توګه بينائي ځپلې شويو او د پېلټ ګنز ښكار كسانو په درملنه نه كولو د هندۍ روېي نه خبر كړو ۔ وزیراعظم نواز شریف خپلو چيټو كښې د سلامتي كونسل د 5 غړو هېوادونو مشران٬و نړيوالې ورورولغ او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر پام د كشمير وضعې پلو ګرځولې دې ۔

ده د بان كي مون نه غوښتنه وكړه چې په مقبوضه وادۍ كښې د ماروائے عدالت مرګونو تحقيقات وكړي او د ملګرو ملتونو فېكټ فاېنډنګ مشن دې د مقبوضه كشمير د وضعې پلټنې وكړې ۔ د ملاقات په مهال بان كي مون له مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو ثبوت هم وركړو ۔ وزیراعظم ټېنګار وكړو چې هند دې د سلامتي كونسل د چارټر عملي كولو پابند كړې شي ۔ عمومي سېكتر ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مهم او فعاله كرداراو نړۍ كښې امن او استحكام لپاره د هڅو هم ستائنه وكړه۔