په افغانستان كښې د طالبانو په ضد د امريكې فضائي بريدونه زيات شوي دي

په افغانستان كښې د طالبانو په ضد د امريكې فضائي بريدونه زيات شوي دي

واشنګټن (پاکستان نیوزپوائنٹ 06 فروری2018ء) امريكې د افغانستان په شمالي برخه كښې د طالبانو په ضد فضائي بريدونه زيات كړي دي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د امريكائي پوځ لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې امريكائي ځواكونو د افغانستان په شمالي ختيزه برخه كښې د طالبانو يو تربيتي مركز په نښه كړے۔ د دې بيان له مخې د چين او تاجكستان پولې سره نزدې دا مركز طالبانو د بريدونو تربيې او پلانونو لپاره كارولو۔ امريكائي الوتكو د افغان پوځ څخه تښتول شوي ګاډي هم تباه كړي دي كوم چې چاودنو لپاره كارول كېدل۔