د كشمير يووالي ورځې په موقع د نيويارك په ټائمز سكوائر كښې لاريون په لاريون كښې پاكستانيانو او سكھانو په لويه شمېره ګډون وكړو

د كشمير يووالي ورځې په موقع د نيويارك په ټائمز سكوائر كښې لاريون په لاريون كښې پاكستانيانو او سكھانو په لويه شمېره ګډون وكړو

نيويارك (پاکستان نیوزپوائنٹ 06 فروری2018ء) د كشمير يووالي ورځې په موقع د امريكې د نيويارك ښار په ټائمز سكوائر كښې يو لوي لاريون وشو چې ګډون كوونكو ئې په مقبوضه كشمير د هند قبضې ختمولو غوښتنه وكړه۔ په لاريون كښې پاكستانيانو او سكھانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ دوي په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو سخته غندنه وكړه او د ملګرو ملتونو څخه ئې غوښتنه وكړه چې هغه دې كشميريانو سره د خپلواكې د حق وركولو خپل لوظ پوره كړي۔

د دې لاريون اهتمام كشمير فريډم موومنټ كړے و۔ د لاريون په ګډون كوونكو كښې د آزاد جمو كشمير كونسل پخوانې غړے سردار سرور خان او په واشنګټن كښې د خالصتان افيئرز سېنټر مشر ډاكټر امر جيت سنګھـ شامل وو۔ په ټائمز سكوائر كښې يو لوي بل بورډ هم په ځائ كړے شوے و٬ په دې بورډ په مقبوضه كشمير كښې د هندي قبضې د ختمولو غوښتنه او بلوچستان پاكستان دے٬ ليكل شوي وو۔