د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېسون مشر په ډونلډ ټرمت تنقيد وكړو

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېسون مشر په ډونلډ ټرمت تنقيد وكړو

ملګري ملتونه(پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېسون مشر وئيلي دي چې د ري پبلکن ګوند كانديد مذهبي او نسلي كركه خپروي۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كمېسون هائي كمشنر زید رعد الحسېن دا خبره په امنيتي او جسټس كنفرنس كښې كړې۔ رعد الحسېن ډونلډ ټرمپ، د برتانيه نائیکل فاراګې او د پرتګال رائټسټ لارښود ګېرټ وائلډرز د يو سوچ٬ متعصب، او په آسانۍ شهرت ترلاسه كوٶنكي كسان ګرځولو سره ووئيل چې دا خلق د داعش پشان دړكې كاروي۔ده ووئيل زه د داعش او د ياد شويو كسانو ترمېنځه موازنه نه كووم خو په آسانۍ شهرت ترلاسه كوٶنكي هم دغسې خبرې كوي۔ رعد الحسېن ووئيل د نړۍ په بېلا بېلو برخو كښې په مسلمانانو د بندېز خبرې ډېرې خرابې دي۔