د يو لك 88 زره نه زيات غېر مجاز كسان مكة المكرمة كښې د داخلېدو نه منع كړے شول

د يو لك 88 زره نه زيات غېر مجاز كسان مكة المكرمة كښې د داخلېدو نه منع كړے شول

مکة المکرمة (پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) د مکة المکرمة پولیسو ډائرېکټر مېجر جنرال سعید القرني وئيلي دي چې تر اوسه په بېلا بېلو پوستو يو لك 88 زره 747 غېر مجاز كسان ستانه كړے شوي دي۔ د ميډيا راپورونو له مخې د حج اجازې نه غېر مكې ته حج لپاره د داخلې هڅه كوٶنكي منع كړے شوي دي۔ سعید القرني زياته كړه چې 84965 ګاډو هم په غېر قانوني توګه مكې ته د داخلې هڅې كړې وې خو دوي منع كړې شوي دي۔ سعید القرني ووئيل چې د حج په موقع مكې ته د داخلېدو هڅه كوٶنكو لپاره 106 پوستې جوړې كړې شوې دي۔