د سوريې شخړې هواري په حقله به د تركيې اندېښې لرې كولې شي۔جنرل جوزف ډنفورډ

د سوريې شخړې هواري په حقله به د تركيې اندېښې لرې كولې شي۔جنرل جوزف ډنفورډ

نيويارك (پاکستان نیوزپوائنٹ 24جولائی2017ء) د امريكې اتحادي پوځ مشر جنرل جوزف ډنفورډ وئېلي دي د سوريې شخړې هواري په حقله به د تركيې اندېښې لرې كولو هر ډول هڅه كولې شي۔ده پھ ايسپين ښار كښې هر كال كېدونكې ايسپن سلامتيا فورم كښې اېن بي سي ټېليويزن ته مركه كښې د ترهه ګر تنظيم داعش په ضد هلو ځلو په اړه معلومات وركړل۔ده ووئيل دوه كاله وړاندې سوريه كښې د امريكې او اتحادي قواؤ يوازې 200 پوځيان موجود وو خو دا مهال د هغوي شمېره 50 زره ته رسېدلې۔

د ترهه ګر تنظيم پي وائے ډي پي كے كے د ملا د تير حېثيت لري۔د سوريې ډيموكريټك قواؤ د امريكې ملاتړ په اړه د سوريې شمالې ختيزې سيمې د داعش څخه پاكې كړې۔د امريكې پي وائے ډے ملاتړ څخه تركيه اندېښنې لري او بھ دې لړ كښې امريكې د تركيې اندېښنې تر نظره نيولي دي۔د دې تنظيم ملاتړ له امله د امريكې او تركيې ترمينځه تاؤ تريخوالې پیل شوے دے۔