د عراق خارجه وزير د هند خپل همڅنګ سره وليدل

د عراق خارجه وزير د هند خپل همڅنګ سره وليدل

نوے ډيلے (پاکستان نیوزپوائنٹ 24جولائی2017ء) د عراق خارجه وزير ابراهیم جعفري د هند خپل همڅنګې سشما سوراج سره په نوے ډيلي كښې ليدلې دي۔ په دې موقع درې كاله وراندې په موصل كښې داعش ترهه ګرۍ ډلې په لاسو كښې د تخښتولې شوو 39 هندي وګړو په معامله تفصيلي خبرې وكړې۔ د هندۍ ميډيا له مخې په دې موقع دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او د توان او تجارت په مېدان كښې ئې يو بل سره د مرستې په زياتولو خبرې وكړې۔ د عراق خارجه وزير ابراهيم جعفري د هند د پټروليم وزير دھرمیندر پردھان او نائب صدر حامد انصاري سره هم ملاقات كړے دے۔