وزيراعظم محمد نواز شريف د تاجكستان دوه ورځنۍ دورې بشپړېدو نه پس اسلام آباد ته راورسېد

وزيراعظم محمد نواز شريف د تاجكستان دوه ورځنۍ دورې بشپړېدو نه پس اسلام آباد ته راورسېد

دوشنبے (پاکستان نیوزپوائنٹ 6جولائی2017ء) د وزيراعظم محمد نواز شريف د تاجكستان دوه ورځنۍ دوره ترسره كېدو نه پس د زيارت په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې دے ۔ دې څخه وړاندې د تاجكستان وزيراعظم قاهر رسول زاده او نورو اعلٰی چارواكو په نړيوال هوائي مېدان وزيراعظم ته په مخه دې ښه ووئيل۔ پھ دې موقع تاجك ګارډز وزيراعظم ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔

وزيراعظم ته د كاسا 1000 د څلورو هېوادونو مشرانو غونډه كښې ګډون كولو لپاره د دې دورې بلنه تاجك جمهور رېئس امام علي رحمانوف وركړې وه۔ وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د كاسا 1000 افغانستان ٬ پاكستان ٬ تاجكستان درې كسيزه مشرانو غونډه كښې ګډون كړې ٶ۔ ده تاجك اولس مشر او وزيراعظم سره جلا جلا ملاقاتونه هم كړي۔ د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز٬ وفاقي وزيران خواجه محمد آصف او انجينئر خرم دستګير د وزيراعظم په پلاوي كښې شامل وو۔