وزيراعظم محمد نواز شريف د تاجكستان دوه ورځنۍ دورې بشپړېدو نه پس هېواد ته راستون شو

وزيراعظم محمد نواز شريف د تاجكستان دوه ورځنۍ دورې بشپړېدو نه پس هېواد ته راستون شو

دوشنبے (پاکستان نیوزپوائنٹ 6جولائی2017ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د تاجكستان دوه ورځنۍ دورې بشپړېدو نه پس د زيارت په ورځ هېواد ته راستون شوے دے ۔د تاجكستان وزيراعظم قاهر رسول زاده او نورو اعلٰی چارواكو په انټرنېشنل هوائي مېدان وزيراعظم ته په مخه ښه اووئې۔ پھ دې موقع د تاجكستان ګارډز وزيراعظم ته سلامي وكړه۔ وزيراعظم ته د كاسا 1000 څلورو هېوادونو مشرانو غونډه كښې ګډون كولو له د دې دورې بلنه د تاجكستان اولس مشر امام علي رحمانوف وركړې وه۔

وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د كاسا 1000 مشرانو غونډه كښې ګډون سره سره د تاجك اولس مشر او وزيراعظم سره جلا جلا ملاقاتونه هم وكړل۔ د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز٬ وفاقي وزيران خواجه محمد آصف او انجينئر خرم دستګير هم د ده سره ملګري وو۔