په بنګله دېش كښې پوليسو 5 وسله وال ونيول

په بنګله دېش كښې پوليسو 5 وسله وال ونيول

ډھاكه (پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) د بنګله دېش پوليسو د بمي چاودنو د پلان په تور كښې 5 وسله وال نيولي دي۔ د خبر له مخې پوليسو وئيلي دي چې نيول شويو وسله والو په پلازمينه ډھاكه كښې د بمي چاودنو كولو پلان تيارولو۔ د چارواكو په وېنا په دوي كښې څلور متوقع ځانمرګي بريد كوونكي وو او يو د بمونو جوړولو ماهر و۔ د وسله والو تعلق جماعت المجاهدين ډلې سره ښودل شوے۔ پوليسو ادعا كړې چې د نيول شويو كسانو نه په لويه اندازه وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه شوي دي۔