په حلب او ادلب كښې په بمبارې كښې ګڼ شمېر كسان وژل شوي

په حلب او ادلب كښې په بمبارې كښې ګڼ شمېر كسان وژل شوي

دمشق (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) په سوريه كښې د ياغيانو لخوا په نيول شويو سيمو كښې د سوريې او روسيې د هوائي ځواكونو په بمبارې كښې ګڼ شمېر كسان نيول شوي دي۔ د المان خبري اژانس له مخې د سوريې د بشري حقونو څارګرې ډلې سېرين ابزروېټري فار هيومن رائټس په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د بمبارې لړې تېره ورځ پېل شوې او لا هم دوام لري۔ په بمبارې كښې په حلب كښې 45 او په ادلب كښې 22 كسان وژل شوي دي۔ د سوريې او روسيې ځواكونو حلب د داعش نه بېرته نيولو لپاره عمليات زيات كړي دي۔