په المان كښې ځانمرګي بريد كوونكې داعش سره په تماس كښې و۔ سعودي عرب

په المان كښې ځانمرګي بريد كوونكې داعش سره په تماس كښې و۔ سعودي عرب

برلن (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د سوريې چارواكو ادعا كړې چې د سوئيلي المان په آنس باخ سيمه كښې ځانمرګي بريد كوونكې داعش سره د سوشل نېټ وركنګ د لارې په تماس كښې و۔ په دې پېښه كښې بريد كوونكې په خپله مړ شوے و او 15 وګړي ژوبل شوي وو۔ د المانې مېډيا له مخې د سعودي د كورنيو چارو وزارت وئيلي دي چې د دې بريد كوونكي لخوا د سعودي په يو ټېليفوني نمبر خبرې شوې وې۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په كوم نمبر خبرې شوې وې هغه نمبر د كوم سعودي وګړي په نوم رجسټر نه دے۔ د سعودي چارواكو وئيلي دي چې په دې لړ كښې المانې چارواكو سره پلټنې مخ په وړاندې روانې دي۔