د سوريې د شخړې له امله د وژل شويو كسانو شمېره د دوه لكه 90 زرو نه زياته شوې۔ دسوريې څارګره ډله

د سوريې د شخړې له امله د وژل شويو كسانو شمېره د دوه لكه 90 زرو نه زياته شوې۔ دسوريې څارګره ډله

دمشق (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د سوريې په حالاتو نظر ساتونكې څارګرې ډلې سيرين ابزروېټري فار هيومن رائټس ادعا كړې چې د تېرو پنځو كلونو په مهال د سوريې د شخړې له امله د وژل شويو كسانو شمېره د دوه لكه 90 زرو نه زياته شوې۔ د دې ډلې د شمېرو له مخې د كال 2011م د پېل كېدو نه د تېرې مياشتې تر پاې 817292 كسان د جنګ تباهې سره مخ شوي۔ په وژل شويو كسانو كښې 84 زره 4 سوه وګړي هم شامل دي چې پكښې 14 زره 711 ماشومان او 9 زره 520 مېرمنې هم شاملې دي۔