شهباز شريف په شاهدره كښې د بجلۍ په كرنټ د درېو كسانو په مړينه د غم دړدڅرګندونه وكړه

شهباز شريف په شاهدره كښې د بجلۍ په كرنټ د درېو كسانو په مړينه د غم دړدڅرګندونه وكړه

لاهور(پاکستان پوائنٹ نیو ز 29۔جولائی۔2016ء) د پنجاب اعلٰې وزير شهباز شريف په شاهدره كښې د بجلۍ كرنټ څخه د يوې كورنې د درېو كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔اعلٰې وزير د حق رسېدليو كورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه كړې۔ده دعا وكړه چې لوې څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي ۔اعلٰې وزير پېښه كښې ژوبل شويو كسانو ته غوره طبي آسانۍ وركولو له انتظاميې ته سپارښتنه وكړه او اړوندو چارواكو څخه ئې د پېښې راپور وغوښتلو۔(ض ض/ګ ل/وس/2103)