سېنېټ د اليكټرانك جرمونو مخ نيوي بل 2016 منظور كړو

سېنېټ د اليكټرانك جرمونو مخ نيوي بل 2016 منظور كړو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیو ز 29۔جولائی۔2016ء) سېنېټ د اليكټرانك جرمونو مخ نيوي بل 2016 منظور كړې دې ۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ غونډې پھ مهال د انفارمېشن ټېكنالوجي دوهمې وزيرې انوشه رحمان تحريك وړاندې كړو چې د اليكټرانك جرمونو مخ نيوي لپاره د احكاماتو وضعه كولو د اليكټرانك جرمونو مخ نيوي بل 2016 باندې دې د كمېټۍ راپور شوي صورت باندې غور وكړی شي۔

دغسې د سېنېټ چيئرمېن د ايوان څخه شق وار منظوري ترلاسه كړه۔پھ دې مهال سناتور شبيلي فراز٬داؤد خان اچكزئي٬عثمان كاكړ٬سراج الحق او نورو غړو د بل په ځينو شقونو كښې د بدلون وړاندېز وركړو د كومو چې حكومت مخالفت ونه كړو او د ټولو بدلونونو منظوري يې وركړه۔د دې نه پس دوهمې وزيرې انوشه رحمان بل حتمي منظورۍ لپاره ايوان ته وړاندې كړو او سېنېټ په اتفاق سره د بل منظوري وركړه۔(ص ف/ض ض/ګ ل/وس/1827)