د توهین رسالت بې بنسټه تور لګول هم جرم دے ٬ په دې لړ كښې دې سائبر کرائم قانون نافذ كړې شي۔ ډاكټر نفيسه شاه

د توهین رسالت بې بنسټه تور لګول هم جرم دے ٬ په دې لړ كښې دې سائبر کرائم قانون نافذ كړې شي۔ ډاكټر نفيسه شاه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 02 فروری2016ء) قامې اسملۍ كښې د پیپلز ګوند غړې ډاکټر نفیسه شاہ وئيلي دي خارجه وزارت بايد د امريكائي انتظاميې لخوا د 7 اسلامي هېوادونو په وګړو امريكې ته په تږ د بندېز په اړه پارلمان ته خپل بيان وركړي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ډاکټر نفیسه شاہ ووئيل د يو اېګزېکټو آرډر د لارې ا مريكائي اولس مشر په 7 اسلامي هېوادونو امريكې ته په داخلېدو بندېز لګولےې شوې۔

په دې اړه د پاكستان دريځ بايد رامخې ته شي۔ دې ووئيل د توهين رسالت بې بنسټه تور لګول هم جرم دے۔ په دې لړ كښې دې سائبر كرائم قانون نافذ كړې شي۔ بلخوا صاحبزادہ طارق اﷲ هم د قرارداد غوښتنه كولو كښې ووئيل د امريكائي اولس مشر د 7 اسلامي هېوادونو په ضد د ګامونو معاملې په اړه پالېسي بيان بايد رامخې ته شي۔