قامی اسمبلۍ كاناډا كښې په اسلامك سینټر د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه، پېښه كښې د 6 كسانو په شهادت د غم دړد څرګندونه او د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا وكړې شوه

قامی اسمبلۍ كاناډا كښې په اسلامك سینټر د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه، پېښه كښې د 6 كسانو په شهادت د غم دړد څرګندونه او د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا وكړې شوه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 01 فروری2016ء) قامی اسمبلۍ كاناډا كښې په اسلامك سینټر د ترهه ګرۍ بريد غندنه كړي ده ، پېښه كښې د 6 كسانو په شهادت د غم دړد څرګندونې سره د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا هم وكړې شوه۔د شورو په ورځ د قامی اسمبلۍ غونډه كښې وفاقی وزیر زاهد حامد قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل دا اسملي په 29 جنورۍ كاناډا كښې په اسلامك سنټر د ترهه ګرۍ بريد غندنه كوي او دغه بريد كښې د 6 كسانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كوي او دغسې دا ايوان په دې پېښه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا كوي۔

ده ووئيل غوڼډه د كاناډا حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔ قرارداد كښې د كاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو لخوا د ترهه ګرۍ بريد غندنې او د ټولو مذهبونو د تحفظ په عزم د هغه مننه هم وكړې شوه۔