د وظيفې په وخت به د ټرافېك وارډن موبائل نه كاروي۔ د كورنيو چارو وفاقي چوهدري نثار علي خان د اسلام آباد او پېنډۍ ټرافېك پوليسو له د جامع ټرافېك مېنجمنټ پلان جوړولو لپاره 48 ساعته وخت وركړو،

خفګاني خبره ده چې سينئر چارواكي تر دفترو محدود دي او د اصل صورتحال نه بې خبره دي چې ورسره د بېلا بېلو مسئلو په سبب عام وګړي ستونزو سره مخ كېږي کشمیر هائي وے، اېکسېریس وے، بلیو ایریا، فېض آباد، کنونشن روډ، مري روډ، پېښور روډ، اېئرپورټ روډ او راول روډ ته دې پام وګرځولې شي۔ د چوهدري نثارعلي خان غونډې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د اسلام آباد او پېنډۍ ټرافېك پوليسو له د جامع ټرافېك مېنجمنټ پلان جوړولو لپاره 48 ساعته وخت وركړو او دا امر ئې وكړو چې د وظيفې په وخت د ټرافېك وارډن په موبائل كارولو به بشپړه بندېز وي۔ ده د نهې په ورځ غونډې ته وېنا كوله چې پكښې د پېنډۍ مېئر هم ګډون كولو۔

داخله وزير ټاكلې شويو نمائندګانو انتظاميې او د پوليس سينئر چارواكو ته وئيلي دي چې يوازې دفترونو ته مه ځۍ بلكې د صورتحال جاج او په خاص توګه د ټرافېك او امنيتي صورتحال لپاره د دواړو ښارونو د هر ځائ په ذاتي توګه دوره وكړئ۔ ده ووئيل خفګاني خبره ده چې سينئر چارواكي تر دفترو محدود دي او د اصل صورتحال نه بې خبره دي چې ورسره د بېلا بېلو مسئلو په سبب عام وګړي ستونزو سره مخ كېږي۔

ده امر وكړو چې د اے آئي جي آپرېشنز اسلام آباد او د آر پي او پېنډۍ په نګرانۍ دې د دواړو ښارونو لپاره په 48 ساعته كښې يو جامع ټرافېك پلان جوړ كړي او اړوند كمشنرانو لخوا دې د ټرافېك پلان نور جاج واخستلې شي۔د ټرافېك خلاف ورزيو نوټس اخستو سره داخله وزير امر وكړو چې د ټرافېك قوانينو په عملي كولو كښې بايد د ټرافېك چارواكو لخوا سستي ونه كړې شي۔

ده ووئيل د ټرافېك خلاف ورزي كوٶنكي دې په موقع جرمانه كړې شي او په دې اصول د فرق نه غېر عمل وكړې شي ۔د ټرافېك په مسئلو د قابو موندلو له د ټرافېك مېنجمنټ ستراتېژۍ په لړ كښې ده ووئيل په ابتدائي توګه کشمیر هائي وے، اېکسېریس وے، بلیو ایریا، فېض آباد، کنونشن روډ، مري روډ، پېښور روډ، اېئرپورټ روډ او راول روډ ته به پام ګرځولې شي او د ټرافېك آسانۍ له به ګامونه پورته كولې شي ٬ او د دواړو ښارونو نورو سړكونو له به هم ټرافېك پلان ته پراختيا وركولې شي په خاص توګه كمرشل ايريا كښې په باقاعده توګه د پاركنګ پحقله داخله وزير ټرافېك چارواكو ته امر وكړو چې په ټاكلې شويو ځايونو كښې دې پاركنګ باوري كړې شي۔

ده د پنډۍ او اسلام آباد ټرافېك چارواكو ته امر وكړو چې د نادرا رابطې سره دې د بېلا بېلو سترو لارو د ټرافېك جاج واخستې شي او ھغه دې باقاعده كړې شي او د سېف سټي پراجېكټ څخه دې هم استفاده وكړې شي۔ ده د اډياله سړك ټرافېك فشار او د بې قاعدې پاركنګ هم نوټس واخستو كوم چې اولس لپاره د ستونزو سوب ګرځېدلې۔ داخله وزير چوهدري نثارعلي خان د پېنډۍ ټرافېك پوليس چيف ته امر وكړو چې د اډياله سړك ټرافېك آسانۍ باوري كړي۔